ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم زکزکي دکربلا معلی د زیارتوالو د میلیوني لاریون په لاره کې د نداءالاقی موکب په پایزو دستورو کې دې ته په اشارې سره چې د فلسطین مظلوم خلک د نړۍ له ټولو مستکبرانو سره په جنګ بوخت دي ، ووئيل؛نیواکګر رژیم له هغو ټولو ملاتړونو سره سره چې د سترو قدرتونو له خوا ئې ترلاسه کوي، د بې ګناه او مظلومو خلکو له وژلو پرته ئې بله بریا نه ده درلودلې.
هغه چې د اربعیّن زیارت په شپو ورخو کې عراق ته تللی ، په دې خبرې په ټينګار سره چې طوفان الاقصی عملیات له هماغه لومړۍ ورځ راهسې دغزې لپاره یو بریالیتوب دی ووئيلګ د فلسطینیانو ایمان او ثابته پاتیکیدا اسلام ته د نړیوالو نظر بدل کړ.
هغه په دې خبرې کولو سره چې حضرت امام حسین علیه السلام پخپل پاڅون کې بریالی شو د نړیوالو افکار بدل کړي ووئيل؛ دا ټول خلک چې د کربلا په لور روان دي ، د امام حسین د مرستې چغې ته لبیک وائي.
د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر دغه راز په دې خبرې په ټينګار سره چې ددغو میلیوني خلکو اوسني لویه ولوله او پرتم پر تورې د وینې د بریالیتوب ګواهي ورکوي ، روښانه کړه ،زه ځان مجبورَم او هره ورځ په غزې تړانګې کې له کړاؤ احساسولو سره سره دغزې ددردناکې صحنې وینم. هغه په دې خبرې کولو سره چې له فلسطینه د ملاتړ درست دریځونه د امام حسین (ع) له مکتبه سرچینه اخلي،ووئيل؛ د کربلا په لاره کې د حسینی اربعیّن د مونږ زیارتوالو دغه لویه غونډه او ولوله د امام حسین دغورځنګ پر بریالیتوب شاهده ده او د اسرائيلو د نابودۍ او د غزې د بریالیتوب ځانګړنو ته اشاره کوي.